لوبی
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې ایرلیند په ۳۴ منډو ماته ورکړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د افغانستان دوه یمه یوه ورځنۍ کرکت لوبه هم بریالۍ پای ته ورسیده او د ایرلند لوبډلې ته یې په ۳۴ منډو کې ماته ورکړه.
د لوبې پچه افغانستان وگټله او لوبډلمشر اصغر ستانکزی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
ملي لوبډلې ۳۳۸ منډې جوړې کړې دي.
دغه هدف په یوه ورځنیو لوبو کې د افغانستان لخوا تر ټولو ستر هدف دی، چې سیالې لوبډلې ته يي ټاکلې.
د افغانستان او ایرلیند تر منځ د پېنځه یوې ورځنیو لوبو درېیمه لوبه به د مارچ په ۱۹ د یکشنبې په ورځ د افغانستان په وخت سهار ۸:۳۰ بجې پیل شي.