بلخ @ps

د جنبش ګوند پلویانو د آقینې بندر لار وتړله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اندخوی ولسوال ویلي، چې د جنبش ګوند پلویانو د آقینې بندر لار تړلې او په اړوند سیمه کې یې د تحصن خیمه درولې ده.  

د هغه د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د جنبش ګوند پلویانو د قیصاري په ملاتړ خپل لاریونونه هم روان ساتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فاریاب ولایتي شورا یو غړي د ولسمشرۍ لخوا د یو پلاوي له ورالیږلو خبر ورکوي او وایي، چې د سیمه ییزو اورګانونو ادارې رییس د پلاوي مشري کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پلاوي مشر د فاریاب ولایت اوسیدونکیو ته ډاډ ورکړ، چې نیول شوی نظام الدین قیصاري به ژر خوشې شي.

دغه راز د شاهین قول اردو د رسنیو دفتر ویلي، چې دوکتور نقیب الله فایق د نورم او ملي ستندرد پخوانی رییس د فاریاب د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی. هغه نن دغه ولایت ته رسیدلی او له څو ساعتونو وروسته به د فاریاب ولایت د نوي والي په توګه خلکو ته وروپېژندل شي.

د نظام الدین قیصاري له نیول کیدو وروسته په فاریاب او ځینو نورو ولایتونو کې خلکو لاریونونه وکړل. لومړی دغه اعتراضونه له فاریاب پیل شول او تر شمال ختیځو ولایتونو یې پراختیا ومونده.

Trending

Exit mobile version