بلخ @ps

د جنبش ګوند پلویانو په جوزجان کې د مدني سرغړونو د پیل ګواښ کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په جوزجان ولایت کې د جنبش ګوند پلویانو د خپل ۱۵ ورځني اعتراض د لړۍ پر مهال سړکونو ته راودانګل او د مدني سرغړونو د پیلولو ګواښ یې وکړ.

دوی وایي؛ دا کار به ډېرې نورې ستونزې رامنځته کړي، چې مسوولیت به یې بیا د مرکزي حکومت پر غاړه وي.

اعتراض کوونکیو حکومتي ضد شعارونه پورته کړل او ټینګار یې کړې، چې ولسمشر غني د کار وړ سړی ندی؛ ځکه له تېرو ۱۵ ورځو راپدیخوا د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې دوی پر مدني حرکتونو لاس پورې کړی، خو هغه تر دې دمه پرې څه چوپتیا غوره ګڼلې ده.  

دوی دا ګواښ هم کړی، چې دا به یې وروستۍ غوښتنه وي او حکومت یې باید رد نکړي.

یو شمېر نورو بیا له ولسمشر اشرف غني غوښتي، چې په نظام کې ټولنیز عدالت خوندي کړي.

د یادونې وړده، چې دوی د نظام الدین قیصاري د خوشې کولو او د جنرال دوستم د بېرته راتګ غوښتونکي دي. دا  په داسې حال کې ده ، چې لویې څارنوالۍ  د نوموړي د دوسیې د څېړلو ډاډ څرګند کړی  او د حزب جنبش د رهبر دوستم راتګ هم ولسمشر شونی نومولی دی.

خبریاله: فریده امیني

Trending

Exit mobile version