بلخ @ps
د دوستم اعتراضي پلویانو بیا د حیرتانو بندر تړلی
د دوستم اعتراضي پلویانو تېره ورځ د مزار- حیرتان لویه لار د سوداګریزو وسایطو پر مخ وتړله او ټینګار کوي که یې غوښتنې ونه منل شي؛ دغه لویه لار به بنده پاتې وي.
د حزب جنبش مرستیال ګل محمد ارکین وایي، د حیرتانو لار به د اعتراض کوونکیو لخوا تر هغې بنده او تړل شوې وي، چې حکومت یې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.
د ارکین د څرګندونو له مخې؛ پر دغه لویه لار دمګړۍ سوداګریز وسایط او دولتي مامورین تګ راتګ نشي کولی او نور عام وګړي کولی شي له دې لارې تګ راتګ وکړي.
د شمال یو شمېر اوسیدونکي او په ځانګړي توګه سوداګر له اعتراض کوونکیو غواړي، چې د خلکو د عادي ژوندانه او اقتصادي هڅو دې نه خنډ کیږي.
که څه ولسمشر غني د دوستم راتګ شونی بولي او لویې څارنوالۍ د قیصاري د دوسیې د څېړلو ډاډ ورکړی؛ خو اعتراض کوونکي حکومت په دې اړه پر نه پاملرنه تورنوي او وايي که یې غوښتنې ونه منل شي لاریونونه او اعتراضونه به نور هم وغزول شي.