تازه خبرونه
د اقتصاد په عالی شورا کې د بدخشان او بلخاب پر کانونو بحثونه وشول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
ولسمشرۍ وايي، د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه د اقتصاد عالي شورا له لوري تأیید شوه.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ د اقتصاد عاللي شورا د یکشنبې پر ورځ(د زمري ۲۱) د ولسمشر په مشرۍ غونډه ترسره کړه، چې د بدخشان او بلخاب د سرو زرو او مسو د کانونو د داوطلبۍ په تړاو په کې بحثونه وشول.
د خبرپاڼې له مخې؛ په غونډه کې له هر اړخیزو بحثونو وروسته سنتار او ګوموز کمپنیو ته د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو ورکړه تائید شوه.
ولسمشر غني ویلي؛ دا اکتشافي مرحله ده او باید واضح شي، چې د اکتشاف پایله څه ده، وروسته له هغې دې مالي تضمینات واخیستل شي.
نوموړي دغهشان ټینګار کړی، چې د دې پروژې د امنیت خوندي کولو لپاره به یو روښانه امنیتي میکانیزم هم جوړ شي.