تازه خبرونه

د افغانستان پلازمېنه کابل د غلو او جنایي ډلو خوندي ځاله جوړه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کابل ښار کې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا د وژنې دېرش، د تښتونې اووه لس او څو د غلاوو پېښې را منځته شوې دي.

د سې شنبې سهار اووه بجې( د وږي ۱۳) د شپږمې امنیتي حوزې د دوغ آباد په اړوند سیمه کې یوه کور ته درې وسلوال کسان ننوځي او د ښځو پر وهلو او ټکولو د هغوی ګاڼې، پیسې او ټول قیمتي وسایل له ځان سره وړي.

د کورنۍ زیانمن غړي وایي:  غلو وویل؛ غږ پرته نکړئ او کنه پر بې غږه تږومانچې به مو کولمې راوباسم. څه ناڅه اته زره دالر او ډېر سره زر یې راټول کړل.        

د کور خاوند دل آقا فهیم وایي، په رڼا ورځ مو کور لوټ شو. زه دې حکومت دارۍ ته حیران یم.

په کابل ښار کې دا ډول پېښې کمې نه دي، دغه راز د یوه پلار زړه هم مات شوی؛ ځوان زوی یې، چې د حقوقو محصل و، ووژل شو.

د مقتول پلار لعل جان وایي، چې زوی یې د  فرهاد په نوم د شپږمې امنیتي حوزې یوه مسوول وژلی دی؛ خو د شپږمې حوزې مسوولین په دې برخه کې خبرو ته نه حاضریږي.

د مقتول ورور شېر ولي وایي، قومندان هارون زما د ورور وژونکي راوستي؛ سرتېرو یې پرې ډزې کړي او هارون هم ویشتی دی.         

دې شواهدو او د امنیتي سرچنیو خبرو ته په اتکا سره معلومیږي، چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې د وژنې۳۰ او د اختطاف، وسلوالو غلاو او نورو جنایي پېښو اووه لس مورده ثبت شوي دي.

ویل کیږي، چې پولیس د غلو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

سیاسي فعال فرهاد هاشمي وایي؛ د دغو ډلو ریښې باید ویستل شي، چې هېوادوال مو سم ژوند وکړي. که له پېښو سره ځانګړي کارونه تر سره شي، ښه پایله به ونلري.          

د کابل پولیسو تر دې دمه د اړوند پېښو په اړه څه له څه ویلو ډډه کړې ده.

Trending

Exit mobile version