تازه خبرونه

د تورخم – جلال آباد پر لویه لار ځانمرګي ۱۶۰ لاریونوالو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار چارواکي وایي، د تورخم– جلال آباد پر لویه لار د مومند درې د اړوند سیمې په ډکه کې د څلور ولسوالیو پر لاریونوالو ځانمرګی برید شوی، چې ۱۶۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې.

ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼې وایي، په دې پېښه کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۲۸ نور ټپیان دي.

ځایي سرچینو ویلي، چې نن غرمه یوه بجه د ننګرهار ولایت د مومنددرې په ډکه سیمه کې د څلور ولسوالیو پر هغو لاریونکوونکیو ځانمرګی برید شوی، چې د اچین ولسوالۍ سیمه ییز قومندان بلال پاچا د زور زیاتي پر ضد راوتلي وه او د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه یې کوله.

د اچین ولسوالۍ سیمه ییز قومندان بلال پاچا ویلي، چې پر ده ټول لګیدلي تورونه بې بنسټه دي.

هغه زیاتوي؛ دی د خلکو د شکایتونو پر بنسټ دعدلي ادارو تر پوښتنو لاندې دی او هرڅوک، چې کوم ثبوت لري له عدلي ادارو سره دې شریک شي.

په برید کې وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي دي، چې د بلال باچا پرضدلاریون کې یې ګډون کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار (د وږي ۲۰) د ننګرهار ولایت د پلازمېنې جلال آباد ښار بي بي هوا، حمیرا او د دغه ښار د نجونو یو بل ښوونځي ته نږدې درې چاودنې شوې دي. تر دې دمه د دغو چاودنو د زیانونو په اړه بشپړې څرګندونې ندي شوي.

ننګرهار ولایت په دې وروستیو کې د خونړیو بریدونو شاهد و، چې داعش ډلې یې پړه پر غاړه اخیستې ده.

څه نا څه یوه میاشت مخکې په جلال آباد ښار کې د ولایتي شورا د پخواني غړي جاویدزمان پرپلویانو هم ورته برید شوی و.  

د یادونې ده، چې طالبانو دغه برید غندلی او لاریونوالو د تورخم – جلال آباد لار تړلې ده. 

Trending

Exit mobile version