تازه خبرونه

د افغانستان کرکت بورد نوی مشر وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اړوند چارواکو ویلي، چې عزيز الله فضلي د افغانستان کرکت بورد د نوي عمومي مشر په توګه ټاکل شوى دی.

د چارو ادارې له خوا په خپره شوى خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر د يوه حکم له مخې عزيز الله فضلي د افغانستان کرکت بورد د عمومي رييس په توګه ټاکل شوى دى.

د ولسمشر په حکم کې راغلي، چې د اساسي قانون د ١٣ مې مادې د ٦٤مې فقرې له مخې، د عاطف مشعل پر ځاى د افغانستان کرګت بورد د رييس په توګه د عزيز الله فضلي مقرریدل منظور دي.

عزيز الله فضلي له تېرو ١٥ کلونو راپدیخوا د افغانستان کرکت بورد په بېلا بېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

 څه نا څه دوه کاله مخکې عاطف مشعل د افغانستان کرکت بورد د مشر په توګه ټاکل شوى و.

Trending

Exit mobile version