پرمختګ او بشپړتیا
د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو
د سوداګرۍ خونه وایي، د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ هوایي دهلیز پرانیستل شو او له دې وروسته به د افغانستان تولیدات د هوا له لارې اروپایي هېوادونو ته صادریږي.
له هند، ترکیې او قزاقستان سره د هوایي دهلیز له پرانیستې وروسته دا دی د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۵) د افغانستان او اروپایي تولنې ترمنځ هم هوایي دهلیز پرانیستل شو.
د سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي مرستیال خان جان الکوزی دغه دهلیز د سوداګریزو چارو لپاره لوی پرمختګ بولي او وایي؛ د خوښۍ ځای دی، چې له هوایي دهلیزونو سره مو اتیا سلنه ستونزې حل شوې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مالي او اداري معین اجمل حمید عبدالرحیمزی وایي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هوایي دهلیزونو تر څنګ ځمکنۍ لارې هم د خپلو صادراتو لپاره ډاډمنې کړو.
اروپایان دا دهلیز د افغانستان صادراتو لپاره ستره اقتصادي کړکۍ ګڼي او هغه د افغانستان او اروپایي هېوادونو تر منځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې ګټوره بولي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې مرستیال اندرس فیچر وایي: دا ښه خبر دی؛ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ، اروپا غواړي، چې د افغانستان کیفیت لرونکي محصولات وپېري. شک نه لرو، چې دا بهیر به د پام وړ پراخ شي؛ ځکه دواړه خواوې دغه کار ته هیله من دي.
د فنلنډ سفارت مستشاره لورا فان هانین وایي؛ خوښه یم، چې کولی شم د افغانستان له غالیو استفاده وکړم. ډاډه یم، چې د افغانستان کم سارې غالۍ به د فنلند په بازارونو کې پېرېدونکي ولري. نن د قره قل دېرش ټنه پوستکی اروپا ته صادر شول او دا ډېر ښه خبر دی.
د پنجشنبې پر ورځ( د تلې ۵) له افغانستان څخه اروپا ته لومړنۍ الوتنه ترسره شوه او د دغه هوایي دهلیز له لارې د افغانستان کرنیز محصولات، طبي بوټي، غالۍ او قره قل اروپا ته صادر شول.
خبریال: اسلم حجاب