تازه خبرونه
د افغانستان د ستندرد ملي ادارې فعالیتونه د منلو وړ ندي- سروردانش
د ولسمشر دوه یم مرستیال څرګنده کړې، چې د افغانستان د ستندرد ملي ادارې فعالیتونه ورته د منلو وړنه دي.
د روان کال د سې شنبې پر ورځ( د لړم لومړۍ) د هېواد د ستندرد عالي شورا او د ستندر خپلواکې اداري لخوا د ستندرد نړیواله ورځ ونمانځل شوه.
د افغانستان د ستندرد عالي شورا رییس او د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وايي، چې د افغانستان د ستندرد ملي ادارې کړنې او فعالیتونه ورته د منلو ندي. دغه اداره باید خپلې هڅې ثابتې او د معیاري کیدو لپاره لارې چارې چمتو کړي.
د نوموړي په وینا؛ په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان د ستندرد ادارې فعالیتونه مونږ ته د قناعت وړ ندي او دا اداره باید د معیاري کیدو پر لوري حرکت وکړي.
ښاغلی سرور دانش وايي، اوس هم په دې اداره کې د ظرفیت او پالیسیو نشتون او هغه موخه، چې ولس او نظام یې له دې ادارې لري پیاوړې او پلې شوې نده.
د سوداګرۍ خوني مسوولین وايي، نړۍ په چټکۍ سره د معیاری کیدو پر لوري روانه ده؛ خو اوس هم په افغانستان کې د ستندرد پلي کیدو ستونزه پخپل ځای پاټې ده.
د سوداګرۍ خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وایي: زمونږ غوښتنه داده، چي له نړیوالو سره د راکړې ورکړې لپاره باید د ستندرد ادارې هڅې چټکې او معیاري شي.
د ستندرد ملي ادارې سرپرست وايي؛ توانیدلي یو، چي د شاو خوا ۵۸۵ توکو ستندردونه تثبیت کړو؛ خو د پلي کیدو په اړه یې څه نه وايي.
د ستندرد ملي اداري سرپرست عبد الخالق بابر وایي: د نړۍ د بېلا بېلو سازمانونو غړیتوب مو تر لاسه کړی او همداراز د ستندردونو پر جوړولو اخته یو، چې په هېواد کې مو شته ستونزه ژر حل شي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرورو د انش هېواد ته په وارداتو او صاداراتو کې پر ستندرد ټینګار څرګند کړ، خپلسري د ولس او هېواد په حق کې خیانت بولي او زیاتوي، چې دا ستونزې باید په چټکۍ حل شي.
خبریال: اسلم حجاب