تازه خبرونه
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو نېټه دې اعلام شي- ملګري ملتونه
د ملي وحدت حکومت پای ته اته میاشتې پاتې دي؛ خو ملګري ملتونه وایي، چې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو نېټه دې اعلام شي.
ملګري ملتونه وایي، باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه معلومه شي؛ ځکه، چې په کې سیاسي څېرې پېچلې سیالۍ کوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي دې غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي؛ راتلوونکې اوونۍ به د ولسمشریزو ټاکنو د اعلام نېټه له خلکو، نړیوالې ټولنې، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون او د څار ټاکنیزو بنسټونو سره شریکه شي.
سیاسي ګوندونه د ولسي جرګې ټاکنې رڼې نه بولي او وایي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې باید سم مدیریت شي له همدې کبله د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ترکیب کې د بدلون غوښتنه لري.
د جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي، چې د ټاکنو د ترسره کیدو پر مهال د کمیسون په ترکیب کې ادلون بدلون له مونږ سره مرسته نشي کولی. کمیسیون باید د تېرو تجربو له مخې رڼې ټاکنې تر سره کړي.
د ستر ملي ائتلاف غړی نوررحمان اخلاقي وایي، مونږ د لازمو او ډاډمنو اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره ولسمشریزو ټاکنو ته د یو کس پر غوره کولو کار کوو.
که څه هم ټول د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمشنرانو د بدلون غوښتنه نلري؛ دغلته په کمیسیون کې پر ظرفیت جوړولو ټینګار هم کیږي.
سیاسي شنوونکی صدیق پتمن وایي، مونږ باید په ترکیب کې د بدلون پر ځای پر دایمي ظرفیت جوړولو کار وکړو او دا به زمونږ په ګټه وي. مونږ هغه کار نشو کولي، چې فرصت ورته نلرو.
د ولسمشر غني د ولسمشرۍ دوره تر اته میاشتو پای ته رسیږي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې؛ د ولسمشرۍ له دورې دوه میاشتې مخکې باید ټاکنې وشي او کمیسیون هم د ۱۳۹۸ کال د وري ۳۱ د قانون له مخې د راتلوونکیو ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو نېټه اعلام کړې ده.