لوبی
د افغانستان سنوکر لوبغاړي د نړۍ له ۱۶ غوره لوبغاړیو سره یوځای شول
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هېواد د سنوکر لوبغاړی صالح محمد محمدي د آسترالیا، اتریش، میانمار، هندوستان او جاپان د هېوادونو سیالانو ته په ماتې ورکولو له شپاړس غوره لوبغاړیو سره یوځای شو.
دغه راز رییس خان سنزی د هېواد د سنوکر بل ملي لوبغاړی هم په دی سیالیو کي ډېر ښه وځلید او د آفریقا، مالیزیا، روسیې او میانمار له هېوادونو څخه یې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او له صالح محمد محمدی سره یوځای له شپاړس لوبغاړیو سره یوځای شو.
د سنوکر نړیوالې سیالۍ د ۱۴۹ سنوکر لوبغاړیو په شتون کې د ۳۲ هېوادونو په ګډون د میانمار په کوربتوب پیل شوې دي.