تازه خبرونه

د افغانستان سیاست طالبانيزه کیدونکی دی- سپنتا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، چې د افغانستان سیاست طالبانيزه کیدونکی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انستیتیوت کې د کابل او نوي ډيلي تر منځ د امنیتي مسایلو پر سر څلورمه یوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې ګډونوال وايي، چې پاکستان له سخت دریځو کلک ملاتړ کوي؛ نو، ځکه یې د افغانستان او هند امنیت ته ګواښ پېښ کړی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي؛ د افغانستان سیاست طالباني کیدو ته نږدې شوی، چې په باور یې پایلې به یې خطرناکې وي.

 رنګین دادفر سپنتا وايي، چې افغان دولت او نړیوال باید سیاست له طالباني کیدو او پاکستاني کیدو وژغوري.

نوی ډیلی، چې د افغانستان ستراتژیک ملګری دی، له افغانستان سره په امنیتي برخه کې پر همکاریو ټينګار کوي او له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرو ته خوشاله دی؛ خو وايي، چې له وسلوالو طالبانو سره په خبرو کې باید نړیوال اصول تر پښو لاندې نشي.

په افغانستان کې د هند سفیروینای کوماروایي: په نړیواله کچه ځيني سرې کرښې موجودې دي او باید دغه بهیر د افغانانو په رهبرۍ، مدیریت او مالکیت تر سره شي. هند له دغه بهیره هر وخت ملاتړ کړی او مونږ به خپل ملاتړ ته روان ساتو.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت ريیس داوود مرادیان وایي: د روسیې، چین، ایران او پاکستان تر منځ ائتلاف رامنځته شوی، چې په مقابل کې یې باید خپل ائتلاف رامنځته کړو، درېیمه څنډه یې امریکا ده.

د غونډې کډونوالو د سیمې په کچه را ټوکیدلي بدلونونه او له سخت دریځو څخه د پاکستان ملاتړ، د هند او افغانستان په زیان وګانه او ټينګار یې وکړ، چې هند او افغانستان باید له ستونزو څخه د راوتو لپاره لاسونه سره ورکړي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version