تازه خبرونه

د خوست او تخار ولایتونو د ولسي جرګې پایلې اعلان شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ماښام مهال د سې شنبې پر ورځ (د لیندۍ ۶) ولسي جرګې ته د خوست او تخار ولایتونو د ولسي جرګې د بریالیو نوماندانو ټاکنیزې پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه، چې له خوست ولایت څخه کمال ناصر اصولي، انجنیر هلمند، غفارخان، داکتر موسی خاورین او سایره شریف ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.   

نوموړي زیاته کړې، چې له تخار ولایت څخه عبدالله بیګ، عبدالباقي ملکزاده، محمد عالم ساعي، انجنیر امیر محمد خاکسار، داکتر سید اشرف الدین عیني، غلام سرور سادات، داکتر حمید الدین یولداش، حبیبه دانش او نظیفه یوسف بیګ ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي: د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۳۰ به د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنې تر سره شي؛ خو ولسمشریزې او د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې به د حمل پر ۳۱ اعلان شي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیزې چارې به سبا چارشنبه اعلان شي.

ټاکل شوې وه، چې د سرپل ولایت ټاکنیزې پایلې هم اعلان شي؛ خو د تخنیکي ستونزو له کبله وځنډول شوې.

دغه راز د ویلو ده، چې د کمیسیون خپلواک کمیسیون له سیاسي بهیرونو سره هم لیدلي او د ټاکنو پر ترسره کولو ورسره بعث شوی دی.

Trending

Exit mobile version