پرمختګ او بشپړتیا

د افغانستان ملي موزیم ته اتیا کلن لرغونی موتر وسپارل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د دوشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۶) په یو لړ مراسمو کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په پنجشیر ولایت کې ساتل شوی هغه موتر ملي موزیم ته وسپاره، چې شاوخوا اتیا کاله پخوا افغانستان ته راوستل شوی و.

دا کوچنی موتر د هغو لومړنیو موترو څخه دی، چې د شاه امان الله خان په پېر کې افغانستان ته راوستل شوی او کلي یې د اجرائیه رييس لخوا د ملي موزیم رييس ته وسپارل شوه.

د موتر ساتونکی د پنجشیر ولایت اوسیدونکی صوفي محمد سعیدخان صوفي زاده دی.

نوموړي ویلي، چې د امان الله خان د وخت دا  موتر یې د کورنیو جګړو پر مهال له قاچاق وړونکیو څخه نیولی دی.

د موتر ساتونکی صوفي محمد سعید خان  صوفي زاده وایي: ما هغه وخت یوه امنیتي پوسته لرله، یوه ورځ مې دا موتر ولید، چې له نورو یې ډېر توپیر درلود؛ له رارسیدو سره سم مې ودراوه او وپوهیدم، چې قاچاق وړونکي دي.

اجرائیه رييس ويلي، چې دا موتر د جهادي قومندان احمد شاه مسعود پر لارښوونه پنجشیر ولایت ته د خونديتوب لپاره لیږدول شوی و.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي: دا د سلف او سوچ موتر بشپړ جوړدی، چې د هېواد د ملي اتل لخوا خوندي او ساتل شوی او دا دی اوس ملي موزیم ته وسپارل شو.

دغه موتر د استان پرس کمپنۍ تولید دی، چې شاوخوا دیارلس سوه کیلو متره ګرزیدلی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري له هېوادوالو وغوښتل، چې د هېواد لرغوني آثار دې ملي موزیم ته وسپارل شي.

د افغانستان په کورنیو جګړو کې د افغانستان ډېر لرغوني آثار غلا او نورو هېوادونو ته  قاچاق شوي، چې اوس هم د هېواد په لرغونو سیمو کې پخپل سرکیدنې روانې دي او د هېواد لرغوني آثار مو د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version