تازه خبرونه
د افغان سیاستوالو پلاوي د مسکو غونډې ته چمتوالی ښودلی
د افغان سیاستوالو پلاوي ټینګار کړی، چې د افغانانو تر منځ د خبرو او د یوې نیمې لسیزې له لاسته راوړنو څخه د دفاع لپاره غواړي د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر منلې، چې له یو شمېر سیاستوالو سره به د مسکو غونډې ته ورشي.
ښاغلي اتمر په خپل تویت کې لیکلي، چې د مسکو غونډه به د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره او د سولې په خبرو کې د افغان حکومت پر شریکولو ټينګار وکړي؛ خو حکومت باید د سولې خبرو ته له تنګې دریڅې نظر ونکړي.
نوموړي ټینګار کړی؛ مونږ به په مسکو کې له اسلامي جمهوریت، د اساسي قانون او مدني بنسټونو له ارزښتونو څخه، چې د ټولو ګډ میراث دی دفاع وکړو.
د اجرائيه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق وایي؛ مونږ د افغانانو تر منځ د افغان شخصیتونو په ملاتړ د سولې د رامنځته کولو لپاره دا خبرې پیلوو.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مسکو په ناسته کې د خپل ګډون ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې سوله د افغانانو لومړیتوب دی.
حامد کرزی، حنیف اتمر، یونس قانوني، عطا محمد نور، اسماعیل خان، سید حامد گیلاني، ذبیح الله مجددي، حکمت خلیل کرزی او عبدالسلام ضعیف د مسکو غونډې ته ور بلل شوي دي.
د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا غړی شمس الحق آرینفر وايي، چې د دغه ګوند لوړ پوړي غړي به د ګوند له ادرس څخه نه، بلکې په شخصي توګه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.
نوموړی وایي، چې سوله نه د مسکو له ناستې او نه هم د امریکا له ځانګړې ناستې راتلای شي. مذاکره باید د یوې بشپړې اجماع له لارې رامنځته شي.
په همدې وخت کې د مسکو غونډې ته د افغان سیاستوالو تلونکي پلاوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې: د خلکو په مالکیت د اسلامي جهموري نظام خوندیتوب، د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ، د افغانانو تر منځ له خبرو سره په یوه وخت د اوربند ټينګښت، د بهرنیو د لاسونو د لنډولو او نورو ته له افغانستان څخه د خطر نه پېښیدو پر سر به په مسکو کې له طالبانو سره خبرې وکړي.
حزب اسلامي وايي، چې د مسکو لخوا دوه ځله بلنه ورکړ شوې؛ خو ګلبدین حکمتیار به د مسکو په غونډه کې ګډون ونکړي.
د حزب اسلامي د رهبرۍ غړی همایون جریر وایي؛ د سولې لپاره د افغانانو، حکومت او سیاسي ګوندونو تر منځ خبرې اړینې دي.
له بلې خوا د ملي وحدت حکومت د مسکو له غونډې سره سخت مخالفت څرګند کړی او د ولسمشر د ویاند مرستیال په خپل فیسبوک کې لیکلي، چې ولسمشر غني د نورو بې برنامو سیاستوالو په څير د ختیځ او لویدیځ ډول ته نه نڅیږي.
د ملي امنیت پخواني رييس امرالله صالح ویلي، چې د مسکو په غونډه کې ګډون ترهګرو ته تضرع او سرتيټول دي.
وسلوالو طالبانو ویلي، چې د مسکو غونډې ته د عباس ستانکزي په مشري یو پلاوی استوي.
خبریال: باعث حیات