تازه خبرونه
د افغانستان د راتلونکې ماموریت په اړه به متحدین ګډه پرېکړه وکړي- ستولتنبرګ
د ناتو منشي د بروکسل په غونډه کې د ناتو د دفاع وزیرانو له دوه ورځنیو خبرو له پای ته رسیدو وروسته د پنجشنبې پر ورځ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان وضعیت اوس هم ستونزمن دی؛ خو د سولې روان بهیر هم ارزول کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د افغانستان متحدین په افغانستان کې دي او دوی به د ماموریت د راتلونکي په اړه ګډه پرېکړه وکړي.
نوموړي ویلي؛ زمونږ غوڅ ملاتړ ماموریت د افغان امنیتي ځواکونو روزنه، مشوره او مرستې روانې ساتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر څنګ سولې هم زمینه برابره کړي.
په دې وروستیو کې، د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد په بروکسل کې له ینس ستولتنبرګ سره وکتل. هغه په قطر کې له طالب استازیو سره د لیدنو وروستي پرمختګونه ورسره شریک کړي دي.
ستولتنبرګ هم خلیلزاد ته ویلي، چې مونږ هم د دغو هڅو ملاتړ کوو او د ممکنه پرېکړو په اړه مشورې کوو. مونږ په دې ماموریت کې یوځای یو او هم به د ماموریت د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړو. زمونږ پوځي قومندانان په منظمه توګه وضعیت ارزوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څلور ورځې وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې په اړه له امریکایانو سره د خبرو له پېنځم پړاوه پیلولو خبر ورکړی دی.