تازه خبرونه

د افغانستان او تاجکستان پر پوله ګډ بازر جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت مسوولینو د جاپان پر مالي لګښت د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ګډ بازار د جوړولو په ګډون د ۴۵ پروژو تړونونه لاسلیک کړل.

د کلیوپراختیا زوارت مسوولین وايي؛ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي ولایتونو کې به ګډ بازراونه جوړ کړي، چې د دغې سیمي اوسیدونکیو د اقتصادي پراختیا لامل شي. دا ۴۵  پروژې دي، چې ۱۲۱ میلیون افغانۍ لګښت لري، چې د جاپان هېواد له خوا ورکول کیږي او د یو ان دي پي په مرسته به د کلیو د بیا رغونې آو پراختیا وزارت په چوکات کې به د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پلي شي.

د کلیو د بیا رغونې آو پراختیا وزیر مجیب الرحمان کریمي وایي؛ مونږ په دې هڅه کي یو، چې د سرحدی سیمو د اوسیدونکیو په ژوند کي اقتصادي پراختیا ته کار وکړو او نوې اقتصادي پروژې به پلې کړو او لدې سره به مونږ هم وکولی شو، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو حل روان وساتو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې مسوولین وايي، د دې پروژو له لارې به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي او پر دغو پېنځه څلویښت پروژو به نږ دي ۸۴ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې رییس جسلین مسن وایي، چې لدغو پروژو سره به د دواړه هېوادونو ترمنځ د سرحدي سیمو د اوسیدو نکیو اقتصادي حالت ښه او هم او خلکو ته به کار او شغل هم پیدا شي.

د یادونې وړده، چې دغه پروژې به د هېواد د شمال د بدخشان، کندوز، تخار او بلخ ولایتونو په هغو ولسوالیو کې پلې شي، چې له تاجکستان سره پر پوله پرتې دي. دغه راز چارواکو د دغو پروژو له کار څخه څارنې ډاډ څرګند کړی.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version