تازه خبرونه

د تورخم د تړل کیدو له ترخې تجربې وروسته پرځانبسیاینه غوره وګڼل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د تورخم بندر تړل کیدل که څه هم افغانانو ته ترخه تجربه وه؛ خو داسې تګلارې یې را  منځته کړي، چې افغانان پرځان بسیاشي.

د پنجشنبې په هغه درې ورځني نندارتون کې، چې د عالي دی او ملي دي تر سرلیک لاندې د حکومت او خصوصي سکتور لخوا پرانستل شو؛ سواګرو له خلکو  څخه د کورنيو تولیداتو د ډېرو پېريدولو غوښتنه وکړه، چې  په دې توګه د دوی هېوادنی  ملاتړ رامنځته شي.

په بېخبنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار همایون قیومي دغه ډول نندارتونه ګټور بولي او وایي، چې له کورنیو تولیداتو استفاده د کار زمینه برابروي او د دولت عواید لوړیږي.

د نوموړي په وینا؛ سږ کال افغانستان وکړای شول څه ناڅه پر ځانبسیا او وکولی شي لږ تر لږه لس بېلابېل تولیدي توکي دننه په هېواد کې تولید  کړي.

د سوداګرۍ خونه بیا بازارونو کې د منظم سیستم له نه شتون شکایت کوي.

د دې خونې مرستیال توفیق داوری وایي، تر اوسه په بازار کې د اړتیاوو سیستم نه دی تثبیت شوی او واردات لا نه دي سنجول شوي بلخوا ځینې سوداګر د اقتصاد په برخه کې د دولت په کم کاري شکایت کوي.

یو شمېر ملي سوداګر د دولت له نه پاملرنې انېښمن شوي او وایي، چې حکومت د مرمرو ډبرو ټول قراردادونه بند کړي اوداسې لوبې یې پیل کړي، چې زمونږ د کار مخه ونیسي.

دغو سوداګرو په ډاګه کړې، چې له ښځو ملاتړ نه کیږي. که ترې ملاتړ وشي، ښې به وځلیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر د تورخم بندر د تړل کيدو له کبله شاوخوا اتیا میلیون دالر زیانمن شول، چې څلور میلیون دالر تاوان خلکو  ادا کړ.

خبریاله:الاهه عمری.

Trending

Exit mobile version