تازه خبرونه

د افغانستان لومړنی مشر یم، چې د خلکو په اراده واک ته رسیدلی یم- اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د کونړ ولایت له خلکو سره په یوه ناسته کې ویلي، له احمدشاه بابا تر حامد کرزي ټولو پر زور قدرت نیولی په داسې حال کې، چې دی د امریکایي تانګونو له زور پرته واک ته رسیدلی دی.

د ملي وحدت حکومت  دوره ډېره له شور او ځوږ او لانجو ډکه وه، له یوې خوا د وسلوالو مخالفانو بریدونه په کې خپل پنځ(اوج) ته ورسیدل او له بلې خوا پریمانه سیاسي مخالفین یې پر ضد ودریدل او د اشرف غني حکومت د چلنجولو هڅې پراخې شوې او په دې څلور کلونو کې ډېر اپوزیسونونه هم جوړ شول. ځینو  یې د غني د استعفا غږونه پورته کړل؛ خو غني، چې پخپلو جنجالي خبرو شهرت ته رسیدلی، دا وار د لومړي ځل لپاره څه نوی غږیدلی دی.

ولسمشر اشرف غني وایي، له احمدشاه بابا را نیولی تر ښاغلي حامد کرزي پورې د څوکۍ لپاره  هر چا یو څه کړي؛ ورور ورور وژلی، پلار زوی وژلی او د تره زامنو پرته لدې هم دښمني پاللې او ټول  واک ته په زور رسیدلي. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې زه د خلکو په اراده او د امریکایي تانګونو له زور او ځواک پرته واک ته رسیدلی یم.

په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو له تر سره کیدو وروسته، چې سیاسي بندون یې را ولاړ کړ، د  امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر په منځګړیتوب ستونزه حل شوه ؛ نو دا، چې د اشرف غني موخه لدې څرګندونو څه ده په اړه یې سیاسي فعال یاسین حبیب وایي: نن مونږ په افغانستان کې داسې سیاسي څېره د هوکړې حکومت مشر او اجرائیه رییس په ګډون  نه په نیوکه کوونکیو او سیاسیونو کې لرو، چې په یوه بڼه نه په بله بڼه ملاتړ ځواکونه او اړیکه ونلري.

ځینې خلک باوري دي، چې دولت په خلکو کې خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او یوازې یې په امریکا او نړیوالې ټولنې تکیه کړې. د یادونې ده، چې د ولسمشر غني منتقدانو تر دې پدې اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

Trending

Exit mobile version