تازه خبرونه

د افغانستان د هوا پېژندنې ادره په ۲۸ ولایتونو کې له اورښتونو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د هواپېژندنې ریاست د اټکل له مخې؛ د وري پر نهمه او لسمه د هېواد په اته ویشت ولایتونو کې د اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.   

دغې ادارې د هېواد په هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، روزگان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، دایکندي، غزني، پکتیا، پکتیکا، لوګر، سمنګان، بغلان، بامیان، بلخ، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، لغمان، کونړ، ننگرهار، خوست او جوزجان ولایتونو کې د اورښت او سیلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ په یادو ولایتونو کې د اورښت کچه د 20 – 50 ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په وروستیو کې اورښتونو او سیلابونو په کندهار، هرات، هلمند ولایتونو کې ډېرو کورنیو ته سیلابونو او اورښتونو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.  

 

Trending

Exit mobile version