تازه خبرونه
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې نږدې۲۰۰ میلیون دالر غواړي
ټاکنیز اصلاحات؛ د ولسمشرۍ ټاکنو په ګډون د راتلونکیو ټاکنو ته د بهرنیو مرستندویو بنسټونو لخوا د بودجې برابرول د کمیسیون پر وړاندې یوه سره کرښه ده!
که څه هم د ټاکنو لپاره د بودجې برابرولو په اړه اندېښنې شته؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وايي: د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره ۱۹۲ میلیون دالر لګښت لري، چې د نړیوالو مدستندویانو او حکومت لخوا به برابره شي.
نوموړي زیاته کړې، چې نړیواله همکاري د کمیسیون لخوا د دغه بودجه د یوې ټاکنیزې طرحې د وړاندې کولو پر شرط نلې ده.
دغه راز د ټاکنو شریکانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغه بهیر د ترسره کولو لپاره د امنیت تامینولو په تړاو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د راتلونکیو ټاکنو امنیت ټینګولو او امنیتي ځواکونو د بې ظرفه پاتې کیدو ډاډ ورکوي.
د کورنیو چارو وزیر د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو هوکړه لیک د لاسلیک په ترڅ کې د ټاکنو په ټولو پړاونو کې د امنیت ټینګولو ته ټټر وهي او پدې پروسه کې د امنیتي ځواکونو د بې طرفۍ ډاډ ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي خلکو ته د ټاکنو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي او وایي، چې د ټاکنو امنیت زمونږ دنده ده.
پردې سربېره حکومت پتیېلې؛ راتلونکې ټاکنې به په شپږ میاشتني ځنډ د تلې په شپږمه ترسره کوي، چې په کې د ګډون لپاره اتلس ټاکنیزو ډلو ځانونه راجسټر کړي دي.