تازه خبرونه

د بودجې نشتوالي د ټاکنیزو کمیسیونونو کارونه ټکني کړي دي- کارپوهان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې د ولسمشریزو، ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته د هرې ورځې پر تېریدو ورنږدې کیږو؛ خو کمیسیون نه یوازې د دایمي او لنډمهاله کارکوونکیو پر ګومارنه ندي بریالي شوي، بلکې کارونه یې هم  له ځنډ سره مخ دي.

کارپوهان وایي؛ د ټاکنو خپلواک کمیسیون دنده لري، چې د تلې پر شپږمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې، د ولایتي او ولسوالیو د شوراګانو له ټاکنو سره یو ځای تر سره کړي؛ خو دغه کمیسیون تر اوسه دایمي او لنډ مهالي کارکوونکي ندي ټاکلي او د بودیجوي ستونزو سره مخ دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی مولانا عبدالله وایي، چې د ټاکنو او اصلاحاتو کمیسیونونو تر منځ ځانګړې تګلاره جوړه شوې او له دواړو کمیسیونونو کارکوونکي ورته نیول کیږي. مونږ تګلاره تصویب کړې او د وري پر پېنځمه مو د اداري اصلاحاتو کمیسیون ته لیږلې، چې له هوکړې وروسته به اعلام شي.

د ولسمشریزو ټاکنو په ګډون د څلور ډوله ټاکنو د نوي مهالوېش سره سم باید عملیاتي چارې په چټکۍ مخ ته تللې وای؛ خو کمیسیون وايي، چې د دغو ټاکنو لپاره یو سل و دوه نوي میلیون دالرو ته اړتیا ده.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې کمیسیون د بودجې د نشتوالي له کبله خپلې چارې په وخت نشي تر سره کولی او دغه راز دواړه کمیسیونونه ندي توانیدلي، چې ولایتي ريیسان وټاکي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی غړی داوود علی نجفي وایي، چې کمزورتیا یې داده، چې دوی بودجه نلري؛ افراد یې بې تجربې دي او د همدې  دوه کارونو له کبله استخدام هم نشي کولی.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ويلي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان مخکې دوی د کابل د حوزې په اړوند شوي شکایتونه نشي څېړلی.

ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون غړی قاسم الیاسي وایي، چې تر هغې به د کابل ولایت کار ځنډیدلی وي، چې د نورو ولایتونو کارونه پای ته ورسیږي.

 ټاکنیزو شکایتونو ته د لاسرسي کمیسیون وایي، چې د ننګرهار، تخار او کندوز ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنیزو پایلو ته لاسرسی به تر څو راتلونکیو ورځو پورې وروستی او د پلي کیدو لپاره به د ټاکنو کمیسیون ته ولیږل شي.

 

Trending

Exit mobile version