تازه خبرونه
د افغانستان د جګړ ښکېلې خواوې د سولې مذاکراتو منځګړيتوب نشي کولی- څېړونکي
دغه ناسته، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز را بللې؛ له فارک یاغیانو سره د کلمبیا دولت د سولې هوکړه په کې څېړل کیږي. دا هغه ډله ده، چې له دولت سره یې پېنځه لسیزې جګړه وکړه.
دا شخړه د افغانستان له شخړې سره ډېر ورته والی لري. لکه د فاسد جنګي اقتصاد شتون او نشه یي توکي.
دغلته درې ټکي د سولې د خبرو لپاره ښه وړاندیزونه یادیږي؛ داخلي اجماع، څرګنده اجنډا او د سولې خبرو د مدیریت لپاره د یوه بې پرې هېواد ټاکل.
څېړونکی لطف الله نجفي زاده وایي؛ مونږ نشو کولی د جګړې اړخونه د منځګړي په توګه غوره کړو.
تر دې مهاله امریکا له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرې کړي؛ خو د سولې خبرو بهیر اوس هم پېچلی دی او کله کله هم مبهم.
د ولسمشر پخوانۍ سلاکاره فرخنده زهرا نادري باوري ده، چې د افغانستان د سولې او جګړې خواووې معالومې ندي، چې دې چارې د سولې خبرې ګډوډې کړي او بل خوا طالبان ډېرې لوړې غوښتنې لري.
په کلمبیا کې که څه هم فارک یاغي ډله له سولې سره یو ځای شوه؛ خو د دولت او نورو یاغي ډلو تر منځ جګړو دوام وموند. کوم روایت، چې ښایي په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته دوام ومومي.
سیاسي هڅانده اورژیلا اشرفي وایي، طالبان یوه جیو پلوتیکه ډله ده نه ایدیالوژیکه او له فارک سره یې پرتله کولی نشو او نه ماته دا د منلو ده.
د کلمبیا سولې خبرې کلونه کلونه وغځېدې، څو هېواد کې پرتیلز امنیت تامین شي افغانستان کې هم ښکاري چې د جګړې پای ته رسولو لار ډېره لنډه نه ده.
دا، چې د افغانستان د جګړې او سولې ښکېلې خواووې معالومې ندي، د سولې خبرې له ګډوډوي سره مخ دي.
د دوی په وینا؛ په هېواد کې سیاسي اجماع، څرګنده اجنډا او د خبرو اترو د مخته بیولو لپاره د یوه بې پرې هېواد ټاکل، د هېواد د سولې خبرو لپاره جدي اړتیا ده.