تازه خبرونه

د افغانستان سولې ته د نړیوال ملاتړ د خپلولو لپاره خلیلزاد بیا راوتلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو د آسانولو او نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره بیا خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې ښاغلي خلیلزاد به د اپریل پر ۲۱ خپل سفر پیل کړی او د بلې میاشتې تر ۱۱ به له افغانستان، هند، روسیې، انګلستان، قطر او پاکستان څخه لیدنه وکړي.  

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی خلیلزاد به په کابل کې له حکومت او نور افغانانو سره مشورې وکړي او د سولې خپلمنځي خبرو ته به ټول اړخونه وهڅوي، چې د حل یوه ښه لار ومومو.

دغه راز به ښاغلی خلیلزاد لندن، مسکو، اسلام آباد او دهلي ته هم سفرونه ولري، چې د سولې په اړه نړیوال ملاتړ رامنځته شي.

خبرپانې دا هم څرګنده کړې، چې خلیلزاد به د دوحې په خبرو کې له طالبانو سره پر امنیتي اجماع خبرې روانې وساتي او له هغو یې غوښتي، چې په هر اړخیزو خپلمنځي خبرو کې ګډون وکړي.

دغه راز د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد په خپل یو کوچني تویت کې څرګنده کړې، چې هیڅ راز خنډونه به د سولې بهیر زیانمن نکړي.  

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، چې په دې سفر کې به د افغانستان د سولې لپاره پر نړیوال ملاتړ کار وشي، چې د سولې خپلمنځي خبرې تر سره شي.

خلیلزاد په داسې حال کې خپل سفر بیا پیلوي، چې ټاکل شوې وه په دوحه کې د اپریل له ۱۹ څخه تر ۲۱ د خپلمنځي خبرو کنفرانس جوړ شي؛ خو د ګډونوالو په نوملړ کې د اختلاف پر لامل یاده ناسته لغو شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې اجرائیه رییس عبدالله د یادې ناستې د لغو کیدو لامل په کابل کې د پلاوي ناسم مدیریت ونوماوه.  

Trending

Exit mobile version