تازه خبرونه

د افغانستان بانک د یوه ایراني بانک جواز لغوه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بانکدارۍ په نظام کې د بانکدارۍ له مقرراتو سرغړو نه او د افغانستان په اقتصادي وده کې برخه نه اخیستل هغه څه دي، چې په افغانستان کې د آرین نومی ایراني بانک د جواز د لغوه کیدو لامل شوي دي. 

د افغانستان بانک مسوولین وايي،  له پاکستاني بانک څخه د جواز د لغوه کولو وروسته دا دی د آرین نومی ایراني بانک جواز هم لغوه شو. دغه بانک د افغانستان په اقتصادي برخه کې هیڅ ونډه نه درلوده؛ نو، ځکه د افغانستان بانک بانکي قوانینو ته په کتو پرېکړه وکړه، چې د دغه بانک فعالیت جواز هم وځنډوي.

د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي: آرین بانک د افغانستان بانک په نامه ثبت دی؛ خو سهم لرونکي یې ایرانیان دي. یو څه برخې لامل شوې، چې د افغانستان بانک عالي شورا د دغه بانک جواز لغوه کړي. آرین بانک په افغانستان کې هیڅ پانګوال یا سوداګر ته پور نه ورکاوه او په دې برخه کې یې ناڅیزه ونډه لرله، لدې کبله مرکزي بانک پرېکړه وکړه، چې د دغه بانک جواز فسخه کړي. 

د افغانستان د سوداګرۍ مرستیال نظام الدین تاج زاده وايي، آرین بانک د افغانستان په سوداګریزو برخو کې هیڅ رول نه درلود. د افغانستان بانک باید د ټولو هغو بانکونو جوازونه لغوه کړي، چې د هېواد په اقتصادي کې فعال رول نلري.

سوداګرۍ خونې مرستیال نظام الدین تاج زاده وایي:  دغه بانک یو سوداګر ته هم سوداګریز، ساختماني او صادراتي پورونه نه ورکول او له خلکو سره یې هیڅ راز راکړه ورکړه نه لرله. یعنې په اقتصاد او سوداګرۍ کې يې هیڅ نقش نه درلود؛ نو هر بنسټ، چې د بانکدارۍ له قوانینو سرغړونه کوي، باید په اړه یې همدا شان پرېکړه وشي.

د اقتصادي چارو پوهان  وايي، ټول کورني او بهرني بانکونه باید د هېواد د بانکدارۍ له قوانینو سره سم د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هڅې وکړي او پانګې یې هم خوندي وي او هغه بانکونه، چې د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې رغنده رول نلري؛ باید جوازو نه يي وځنډول شي.

د یادونې ده، چې آرین نومي ایراني بانک په کابل او هرات کې بانکي څانګې پرانستې وې.  

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version