تازه خبرونه
د افغان بیسیم او آریانا تلویزیون پرملتیا د قرآنکریم د ښه تلاوت سیالۍ پای ته ورسیدې
د قران کریم د ښه تلاوت سیالۍ، چې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لخوا د آریانا تلویزیون پرملتیا پیل شوې وې؛ له پېنځه سوه قاریانو لس یې د غوره قاریانو جایزې واخیستې.
د بلخ حمیدالله، د میدان وردګو سید رضا او د هرات صادق په ترتیب له لومړي تر درېیم مقامونه وګټل.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس امین رامین وایي، چې له لومړي ترپېنځم مقام ګټونکیو ته نغدي جایزې او ډالۍ هم ووېشل شوې.
د آریانا تلویزیون مسوول خوشحال آصفي وایي، رسنۍ باید د دیني فرهنګ په پراختیا کې مرسته وکړي.
د قرآن کریم د ښه تلاوت څارونکی قاري امان الله احمدي له دې سیالیو هرکلی کړی او تینګار کوي، چې قرآني سیالۍ باید په نورو میاشتو کې هم روانې وساتل شي.
مسوولین وایي، د سیالیو څارونکي ډېر تکړه کسان دي او په دې هڅه کې ول، چې د دغو سیالیو معیاري اړخ زیان ونه ویني.