تازه خبرونه

د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه په قطر او برلین کې د کیدونکیو خبرو په اړه له اروپايي استازیو سره د  افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خبرو وروسته؛ افغان چارواکو هیله ښودلې ، چې د افغانانو خپلمنځي خبرې به هېواد سولې ته ورنږدې کړي.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ کله، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو زمینه برابره شوه حکومت ترې هرکلی کوي. مونږ ژمن یو، چې د افغانستان د سولې په خبرذو کې غوره پړاو د افغانانو خپلمنځي خبرې دي.   

تر اوسه په برلین او قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د غونډو نېټه نده څرګنده.

طالبانو هم ویلي، چې تر اوسه دوی په دغو غونډو کې د ګدون پرېکړه نده کړې.

یو شمېر نور ټينګار کوي، چې د سولې د خبرو لپاره باید په کور کې د ننه او سیمه ییزه اجماع رامنځته شي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي وایي؛ مخکې لدې، چې دغه ناستې تر سره شي مونږ باید یوه ځانګړې اجماع ولرو. له داسې اجندا سره، چې پایله ولري. تر دې دمه کومې ناستې، چې تر سره شوي ځانګړتیاوې یې خلکو ته په ډاګه شوې ندي او دا خبرې باید پر شرط ولاړې وي.    

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي، چې له سیمې ییزې او نړیوالې اجماع پرته د افغانانو د خپلمنځي خبرو پایلې به مثبتې نه وي.  

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي؛ تر هغې، چې د سیمې هېوادونه پر خپلو ګټو بحث کوي؛ امریکا ته به ستونزمنه وي، چې دا هېوادونه د افغانستان راتلونکي ته وهڅوي او پر دې یې وپوهوي، چې پرته لدې یوه ناسته هم بریالۍ پایله نلري.    

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تړلو دروازو ترشا شپږ ځلې له طالب استازیو سره خبرې کړي؛ خو د جګړې مخه یې ډب کړې نده.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي وایي، چې د سولې په اړه نه همغږي د دې لامل شوې، چې دغه بهیر اوږد او له ځنډ او خنډ سره مخ شي.  

زلمي خلیلزاد به د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې په قطر کې د اووم ځل لپاره له طالب استازیو سره خبرې وکړي او وبه لیدل شي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته به زمینه برابره کړي او که خبرې به نورې هم وغزیږي.

خبریال: خالد نیکزاد

Trending

Exit mobile version