تازه خبرونه

د افغانستان د سولې په اړه نوی پړاو پیلیږي-خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د دغه هېواد د سولې بهیر غوني ځیږوونکي پړاو ته رسیدلی دی.

د افغانستان د سولې په اړه د امریکا ځانګړی استازی تېره ورځ ناوخته کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې، چې د حکومي مشرانو، سیاسي رهبرانو، مدني بنسټونو او د ښځو د استازیو په ګډون د ټولنې له بېلابېلو برخو له استازیو سره د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه مشورې او بحثونه تر سره کړي.

ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د خپل سفر پر لومړۍ ورځ له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د خپلو وروستیو سفرونو او راتلونکیو پلانونو په اړه وروستۍ او بشپړې څرګندونې وړاندې کړې.  

ولسمشرۍ د دغې لیدنې په اړه په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو د افغانانو ترمنځ  د خبرو پر پیل او په دې اړه د آلمان هېواد له هڅو خوښي ښودلې او د افغانانو د خپلمنځي خبرو د لومړي پړاو پیلیدو ته هیله من شوي دي.

دغه راز خلیلزاد پخپل یو تویت کې لیکلي، چې اوس د افغانانو خپلمنځيو خبرو ته چمتوکیدل یوه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې خبرې نوي پړلو ته وردننه کیږي او افغانان د سولې په اړه باید ډېرې هڅې وکړي.

د امریکا استازي دا هم څرګنده کړې، چې له ولسمشر غني سره یې د نړیوالې اجماع، د سیمې د اړتیاوو، د افغانستان، پاکستان او سیمې په خپلمځیو اړیکو کې د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوید وایي، چې زلمي خلیلزاد په خپل دې سفر کې شوي پرمختګونه شریک کړل او د قطر د ناستې په اړه، چې آلمان به په کې آسانتیاوې رامنځته کړي؛ مشورې تر سره کړې. مونږ هیله من یو، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمینه هم رامنځته شي.          

پخواني ولسمشر حامد کرزي له خلیلزاد سره په کتنه کې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو او د سولې خبرو په تړاو د خلکو د اندېښنو د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم  وایي، چې د ښکېلو خواوو د تاوتریخوالي پای ته رسول ډېر مهم دي؛ ځکه د سولې د خبرو په بهیر کې چاودنې او بمبارد کولی شي د سولې بهیر زیانمن کړي.               

ویل کیږي، چې ډېر ژر به د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د اووم پړاو خبرې تر سره شي؛ خو له خلیلزاد سره به د طالبانو د دې سلا مشورو اجنډا څه وي؟

سیاسي هڅاند وحید مژده په دې اړه وایي: یو د بهرنیو ځواکونو وتل او بل افغانستان د تروریستي موخو لپاره نه کارول؛ تر دې دمه  دا دواړه خبرې حل شوې ندي. داسې ښکاري، چې د اووم پړاو په خبرو کې به یوې هوکړې ته سره ورسیږي.

ټاکل شوې، چې زلمی خلیلزاد به له طالب استازیو سره په دوحه کې وګوري. په دې خبرو اترو کې به له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر پلان خبرې وشي او هم تمه ده، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.

Trending

Exit mobile version