تازه خبرونه
د افغانستان د ترانزیت، اوبو او دیورند کرښې په اړه دې ټولپوښتنه وشي- عطامحمد نور
په پاکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته د دوه یمې ورځې لپاره هم روانه وساتل شوه؛ د دغې ناستې په بهیر کې د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس عطا محمد نور د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوبو د وېش او دیورند کرښې د ستونزو په تړاو د ټولپوښتنې غوښتنه وړاندې کړې ده.
د جمعیت اسلامي اجرائیه رییس عطا محمد نور په پاکستان کې د افغانستان د سولې په تړاو ناسته کې زیاته کړې، چې مونږ باید دا زړه پیدا کړو، چې یادې ستونزې د نورو هېوادونو په منځګړیتوب حل کړو.
د پاکستان په ناسته کې بل برخه وال حنیف اتمر، چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر قریشي له سوله ییزو هڅو مننه وکړه او له دې حکومته غواړي، چې پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په ګټه پورته کولو دا ډله له افغان دولت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند لطیف پدرام د افغانستان سولې بهیر په تړاو د پاکستان د ژمنو په اړه ډاډ څرګند کړ او وایي، چې پاکستان د افغانستان په اړه د نوي او مدرنو بشري حقونو غوښتونکی شوی دی.
د ولسمشر غني ویاند مرتضوي په پاکستان کې د افغان سیاسیونو د سولې ناستي په اړه غبرګون ښکاره کړی او څرګندوي، چې دوی د دغه راز ناستو پر ځای د سولې مشورتي جرګې په هغه ناسته کې، چې د خلکو ۳۲۰۰ استازیو په کې ګډون کړی و ، ولې برخه ونه خیسته او تحریم یې کړه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که دوی بل څه نلرل د سولې مشورتي جرګې غوښتنې به یې د عمل پلان په توګه دغې ناستې ته وړاندې کړې وای.
د نړیوالو اړیکو کارپوه امان الله هوتکي له افغانستان سره د پاکستان د ژمنو په تړاو بې باوره دی او وایي، چې د دغو خلکو سفرونه او ناستې افغانانو ته ښه پیغام نلري او بې پایلې هم دي.
ټاکل شوې د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو تر منځ اووم پړاو خبرې اترې د روانې میلادي میاشتې پر ۲۹ په قطر کې تر سره شي.