تازه خبرونه

د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي- آلمان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی صلاح الدین رباني تېره ورځ په برلین کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هایکوماس سره لیدلي دي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ښاغلي رباني په دې لیدنه کې د سولې په خبرو کې د آلمان له هڅو ساتینه کړې او د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو په اړه د نوموړي څرګندونې یې هیله بښونکې ښودلې دي.

دغه راز دواړو سیالانو په یوه ګډه خبري ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر خبرو ټینګار څرګند کړ.

ښاغلي رباني ویلي، چې یوازې افغانان کولی شي د افغانستان پر سولې خبرې وکړي؛ خو دا هم سمه نده، چې په دې اړه له رامنځته شویو پرمختګونو تېر شي؛ ځکه د ټینګار وړ لاسته راوړنې لري.

دغه راز یې د د بشر حقونو، د لږکیو او ښځو حقونو ته په نغوته کې ویلي، چې افغانستان د دغو حقوقو په اړه ښه پرمختګونه کړي دي.

ړدغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي رباني د ناتو په ماموریت کې د آلماني ځواکونو له هڅو مننه کړې او د هغو هڅط یې ژوند بښونکې یادې کړې.

دغه راز د سولې په بهیر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو په اړه د دغه هېواد آسانتیاوې ښه پرمختګ بولي.

Trending

Exit mobile version