تازه خبرونه
د افغان سولې په اړه په بيجينګ کې څلور اړخیزه ناسته ترسره شوه
د چين، روسیې او امریکا استازیو د پنجشنبې پر ورځې( د چنګاښ ۲۰) دغې ناستې ته د پاکستان د استازي له ورتګ هرکلی کړی؛ ځکه، چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې مهم اړخ دی.
د څلور واړو حکومتونو استازیو د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه نظرونه سره تبادله کړي او همغږي شوي، چې ګډ کار او همکاري د افغانستان او سیمي لپاره د سولي، ثبات، اقتصادي پرمختګ زیری له ځان سره لري.
دغو اړخونو په مسکو او دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي غونډو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې افغانان باید د سولې د بهیر صاحبان وي او د عمومي سولې لپاره باید یو هر اړخیز سیاسي چوکات تضمین شي.
دوی له ټولو اړخونو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او د یوه دایمي اوربند لپاره ملا وتړي.
دغه راز څلور واړو حکومتونو هوکړه کړې، چې روانه څلور اړخيزه همکاري باید روانه وساتي او ژمنه يې کړې، چې نورو مهمو هېوادونو ته به هم بلنه ورکړي، چې په راتلونکیو ناستو کې برخه واخلي.