تازه خبرونه

د افغانستان خلک تپل شوی امارتي نظام نه مني-اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني د څارنې او انسجام د ګډ بورد دوه ویشتمې ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې د سولې وروستۍ هوکړه به له ولسشمریزو ټاکنو وروسته لاسلیک شي او هیڅوک نشي کولی جمهوري نظام او د خلکو حقونه ترې واخلي.

د څارنې او انسجام د ګډ بورد په دوه ویشتمه ناسته کې ولسمشر د سولې په اړه دوه ځانګړي پیغامونه وړاندې کړل: لومړی وایي، چې خلک امارتي نظام نه غواړي او دوه یم هم د سولې په اړه حکومت پرېکړه کوي.

ولسمشر اشرف غني په بیړه؛ خو تاریخي وړاندوینه کوي. بیړه ټاکنو ته ده؛ ځکه، چې ټاکنې کیږي او تاریخي هغه څه را منځته کیږي، چې تر اوسه ندي را منځته شوي.

له طالبانو سره د سولې لومړنۍ هوکړه، چې هغه هم ژر کیږي او حتی د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې حکومت له طالبانو سره د سولې واک لري! له طالبانو سره دې په دوه پړاوونو کې هوکړه وشي؛ لومړی دا، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې د سولې لومړنۍ هوکړه کیږي او په دوه یم پړاو کې به د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته هر اړخیزه هوکړه وشي.

د نوموړي په اند؛ د افغانستان خلک طالباني امارتي نظام نه غواړي. مونږ غواړو، چې د سولې وروستۍ هوکړه  له ولسمشریزو ټاکنو وروسته لاسلیک شي او مخکې له ټاکنو د سولې لومړنۍ هوکړه لاسلیک شي او هغه سوله، چې پر ټاکنو اغېز وکړي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به وي، نه د امریکا او طالبانو تر منځ.

ولسمشر غني  د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند دی او ټاکنیزې مڼدې ترړې یې یوه اوونۍ وروسته د اتلس نوماندانو تر منځ پیلېدونکې دي، ښایي له همدې کبله وي، چې وایي، راتلوونکې اوونۍ به په افغانستان کې نوی څپرکی پیل شي.

هغه وایي، چې راتلوونکې اوونۍ به افغانستان یو ستر سیاسي بهیر پیل کړي؛ دا بهیر به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او د نظام د دښمنانو او فرصت غوښتوونکیو په وړاندې وي. افغان ملت به د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو منډو ترړیو نوی څپرکی پیلوي.  اووه میلیارد افغانۍ، چې د افغانانو پیسې دي، د ټاکنو لپاره بېلې شوي، چې د خلکو برخلیک ټاکي.

ولسمشر ددا هم ویلي، چې هېواد یې اوس هم د ترهګرو خلاف د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او اوسنۍ شخړه د افغانستان پر جغرافیایي موقعیت ده، چې په وینا یې دا موقعیت کولی شي افغانستان پر  مهمې او عواید لرونکې څلور لارې بدل کړي.

Trending

Exit mobile version