تازه خبرونه

د افغانستان د سولې امریکایي استازی کابل ته راغلی او قطر ته ځي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپلو اړوند سفرونو په لړ کې افغانستان ته راغلی او داځل به یوازې قطر ته سفر کوي.

زلمي خلیلزاد پخپل یوه تویت کې په ډاګه کړې؛ د جګړي د ختمیدو او پایداره سولې لپاره کابل ته راغلی یم او باید تضمن واخستل شي، چې ترهګرې ډلي به نور له افغانستان څخه امریکا ته ګواښ نه وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کي راغلي: دا سفر د افغانستان د سولی په برخه کې دي، چې په افغانستان کې جکړه پای ومومي. زلمی خلیزاد په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې د ګډون لپاره د یو پلاوي پر جوړیدو خبری کوي او په دوحه کې به له طالبانو سره هم خبری له سره پيل کړي.

پخوانی طالب سید اکبر آغا ویلي؛ داسې ډېرې هیلې شته، چې په دې پړاو خبرو کې به له طالبانو سره یوه هوکړه رامنځته شي.

د طالبانو د قطرد دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، که داځل د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د امریکا په وړاندي د افغانستان خاوری نه کارولو تضمین واخستل شي خپلمنځیو خبرو ته زمینه برابریږي.

امریکا او طالبانو تراوسه اووه ځله له پرمختګونو ډکې خبری کړي؛ خو هوکړې ته ندی رسیدلی.

افغان حکومت هم وايي؛ تمه ده، چي تردوه میاشتو به د افغانانو څلورم پړاو خبری هم پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن مازیګر مهال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د سولې، امنیت او ټاکنو په اړه دوه اړخیزې خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version