پرمختګ او بشپړتیا

د خوست په ۱۲ ولسوالیو کې د ۱۰۰ ښوونځیو د جوړولو ډبره کیښودل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اړوند ولسي تړون برنامې لخوا د پنجشنبې پر ورځ(د زمري ۳) د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د سلیمې کلیزې په ویاړ د سل ښوونځیو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خوست د کليو د بيارغونې او پراختيا ريس عاشق الله اخلاص يار وایي، ياد ۱۰۰ ښوونځي د خوست په ۱۲ ولسواليو کې د ۵۴۷۵۸۷۲۳۵ پېنځه سوه اووه څلويښت ميليون و پېنځه سوه اووه اتیا زره دوه سوه پېنځه دېرش افغانيو پر ارزښت په ۶ مياشتو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د اړوند رياست او د ولسي تړون د ملي پروګرام د اقرا پروژې په مرسته جوړيږي.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version