تازه خبرونه

د امرالله صالح پر میلمستون په ډله ییز برید کې ۷۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر پر دفتر د یکشنبې د ورځې( د زمري ۶) په ډله ییز برید کې۲۰ کسان وژل شوي او پنځوس نور ژوبل دي.

یو شمېر هغو ځوانانو، چې تازه یې د سیاسي مبارزو لپاره ملاوې تړلې او زیاترو یې د لسانس تر کچې زدکړې کړې وې؛ د یکشنبې د ورځې په پیچلي برید کې یې ټولې هیلې تر خاورو لاندې شوې.

په وژل شویو کې د کابل د ملي امنیت پخوانی رییس انجینر محمد امین هم شامل دی، چې مړی یې نن خاورو ته وسپارل شو. دا برید له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شو.

د انجنیر محمد امین خپل عبدالمنیر دانش ویلي؛ د صالح زرغون بهیر اوس ښه تود روان دی؛ غواړي، چې بیه یې د خلکو د وینو پر تویولو ترلاسه کړي. دا له ټولو بد او شرمیدلی کار دی.   

د قربانیانو کورنۍ حکومت د خلکو د امنیت په ساتنه کې کمزورې بولي او وایي، چې هره ورځ وژل کیږو؛ خو نه پوهیږو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې پېښه کې د ۱۶ملکیانو په ګډون د شل کسانو له وژل کیدو او پنځوس نورو د ټپي کیدو خبره کوي.

دا برید افغان حکومت، ملګرو ملتونو، د هند او پاکستان حکومتونو، په کابل کې د بریتانیا سفارت او د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد غندلی دی.

بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې څرګندوي، چې امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه ۱۵۰ کسان ژغورلي دي.

برید پرون ناوخته له یوې چاودنې سره پیل شو او وروسته یوه ډله بریدګر د زرغون بهیر دفتر ته ننوتل. د دغه بهیر مشري د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال امرالله صالح پر غاړه لري. په دې برید کې خپله صالح هم برسېرن ټپي شوی دی.

دغه ډله ییز برید تېر مازیګر څلورنیمې بجې پل او ساعتونه اوږد شو او په پای کې امنیتي ځواکونو ټول بریدګر له پښو وغورزول او نښته هم پای ته ورسیده.

د طالبانو په ګډون هیڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version