تازه خبرونه

د سوداګرۍ نړیوال مرکز د صادراتو په معیاري کولو کې همکاري پراخوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز مسوولین وايي، د افغانستان له حکومت او خصوصي سکتورسره د صادارتو د معیاري کولو په برخه کې د نږدي ۱۲ میلیون امریکايي دالرو پر ارزښت نوره مرسته هم کوي.

د دغه مرکز د څرګندونو له مخې؛ اوس هم د افغانستان صادرات د نه معیاریتوب له کبله په نړیوالو بازارونو کې له ستونزو سره مخ دي.

دوی څرګنده کړې، چې له افغان سوداګرو سره به د نړیوال مارکیتونو د غوښتنو پر بنسټ سوداګري او صادرات برا بر کړي.

د سوداګرۍ د نړیوال مرکز سلا کار جان سباسشین رور وایي؛ مونږ د افغان سوداګرو د معیاري صادارتو په برخه کې همکاري کوو او هم به خصوصي سکتور ته د صادراتو معیاري پروسیجرونه رامنځته کړو، چې د افغانستان صادرات پراخه شي.

د خصوصي سکتور غړي له افغانستان سره د سوداګرۍ او په اقتصادي برخو کې د نړیوالو له مرستو هرکلی کوي او وایي؛ حکومت باید د افغانستان د سوداګرۍ ټول پروسیجرونه د افغانستان له شرایطو سره سم کړي، چې د تېر په څېر په پلي کیدو کې ستونزې رامنځته نشي.

د سوداګرۍ صنایعو او پانګونې شورا مرستیال عبد الجبار ساپی وایي: مونږ د نړیوالو له همکاریو هرکلی کوو؛ خو مهمه داده، چې د اقتصادي پروګرامونو جوړول او پلي کول باید د افغانستان له خصوصي سکتور سره په مشوره تر سره شي.

د خصوصي سکتور دغه غړي وايي؛ تر هغې، چې نړیوال مرستندویان او افغان حکومت په افغانستان کې د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې کورني پانګوال ونه هڅوي بهرنیان به کله هم په افغانستان کې پانګو نه تر سره نکړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version