تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د امریکا بهرنۍ تګلاره دې بدله شي- امریکایي سیاستوال

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا یو شمېر سیاستوالو د فارس خلیج په نړیواله ناسته کې د افغانستان سیاسي وضعیت تر کتنې لاندې او د افغانستان په اړه  یې د امریکا د بهرنۍ تګلارې د بدلولو غوښتنه کړې ده.

ځینې امریکایي سیاستوالو ویلي، چې د سیمې ټول هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو په هڅه کې دي.

د امریکا د کنګرس غړي جمز پي موران وایي؛ فکر کوم، چې خلیلزاد یو ډېر ښه ماموریت تر سره کوي. هغه څو ځلې او څو وارې د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته سفر وکړ او هڅې یې د سولې هوکړې ته روانې دي؛ خو مونږ باید په بهرني سیاست کې د انحصار غوښتنې تګلاره بدله کړو، چې په هېواد کې پرې بېلابېل عناصر ډاډه وي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د سیمې ټول هېوادونه د افغانستان د سولې په بهیر کې خپلې ځانګړې ګټې لټوي.

په منځني ختیځ کې د افغانستان او پاکستان د مطالعاتو مرکز مشر مروین جي وین باام ویلي؛ د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې منتخب حکومت څخه ملاتړ کوي او هر یو یې په دې اړه ځانګړې تګلاره لري. دغه راز غواړي، چې له طالبانو سره یو لړ اړیکې ولري.  

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د پراختیایي څانګې پخواني رییس ویلي، طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک ندي او پاکستاني افسران ورته امر کوي.

په افغانستان کې د م.م د پراختیایي ادارې پخواني رییس شکتي سینا څرګنده کړې، چې طالبان په رښتیا هم د خپلواکو عملیاتو اجازه نلري؛ پاکستاني افسران د هغو په هره ناسته او خبرو کې شتون لري. دغه راز د طالبانو کورنۍ، چې افغانستان ته ځي د پاکستانیو ساتونکیو لخوا یې ملګرتیا کیږي.

د امریکا په بهرنۍ تګلاره کې بدلون په داسې حال کې مطرح کیږي، چې د دغه هېواد پوځي چارواکي یې ثابته تګلاره بولي.

خبریال: روهید اندیمشمند

Trending

Exit mobile version