تازه خبرونه

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکونو څلورم پړاو د ۱۳ نوماندانو په لرلو پیل شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هېوادوال د شنبې پر ورځ( د تلې ۶) د رای مرکزونو پر لوري ورغلل، چې د خپلې خوښې نوماند ته خپله رایه وکاروي.

د ولسمشریزو ټاکنو روان بهیر او تېرې درې نورې ټاکنې په هېواد کې د دیموکراسۍ تمثیل ګڼل شوی، چې په دې توګه په سوله ییزه توګه د هېوادوالو پر رایو واک و ځواک ولیږدول شي.

د ولسمشریزو ټاکنو د رای اچونې بهیر په ټول هېواد کې د تلې پر ۶ د سهار پر ۷ بجو پیل او د همدې ورځې تر ۵ بجو یې د غزولو سپارښتنه شوې ده.

ټاکل شوې، چې خلک له ۱۳ نوماندانو څخه یو د راتلونکیو پېنځه کلونو لپاره وټاکي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییسې حوا نورستانۍ ویلي، چې ۴۰۴۱ رای مرکزونه پرانستې دي او ۴۸۱ نور د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ دغو ټاکنو ته ۹ میلیون و ۶۶۵ زره کسانو نوملیکنه کړې، چې ۳ میلیون و ۳۳۴ زره یې ښځې دي.

د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیون افغانۍ لګښت راغلی، چې ۶۰ په سلو کې یعنې ۹۰ میلیون دالر یې افغان حکومت  او پاتې نور اروپایي اتحادیې، امریکا او بریتانیا برابر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په رای مرکزونو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ګواښونه کړي او له خلکو یې غوښتي، چې رای مرکزونو ته ولاړ نشي.

Trending

Exit mobile version