تازه خبرونه
د انسانانو ۱۰۴ قاچاق وړونکي عدلي او قضایي بنسټونو ته ورپېزندل شوي
اوس هم ځینې خلک بهر ته د ښه کار او راتلونکې د جوړولو په هیله په ناقانون ډول ځي؛ ډېر یې په انساني قاچاق وړونکیو باور کوي.
عدلیې وزارت ویلي، په نیول شویو تورنو کې پېنځه اویا تنه د اوږدې، لنډې او منځنۍ دورې پر بند محکوم شوي دي.
عدلیې وزارت وایي؛ په ټولو کې په دې تړاو یو سل و څلورپنځوس دوسیې لویې څارنوالۍ ته لیږل شوي، چې یو سلو پېنځه څلویښت یې تر څارنې او څېړنې لاندې راغلي دي او دوسیې یې محکمو ته سپارل شوي.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وایي؛ کورنیو چارو وزارت ۱۲۲ د انسانانو د قاچاق قضیې کشف او ارزولې دي، چې ۶۳ یې د مهاجرو د قاچاق پر تور نیول شوي؛ عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، همکارو موسسو له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ کې د دې پدیدې یو زر و پنځوس قربانیان په ملاتړیو او حمایوي مرکزونو کې تر ملاتړ لاندې نیولي دي.
ښاغلي عبدالبصیر انور دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان محکمو په ټول هېواد کې ۷۵ کسان د جزایئي کود د احکامو له مخې مجازات کړي، چې ۵۵ هغه یې د مهاجرینو او ۶ نور یې د انسانانو د قاچاق پر تور پر منځني بند محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې خلک د امنیت د نشتوالي، بېوزلۍ او بې کارۍ له وجې غیرقانوني بهر ته د سفر لپاره ملا تړي او په زیاترو مواردو کې ترې انساني قاچاق وړونکي ناوړه ګټې اخلي.