تازه خبرونه

د افغانستان بانک د پیسو نړیوال صندوق ټاکلیو موخو ته رسیدلی- وحیدالله نوشېر

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان بانک مسوولینو ویلي؛ توانیدلي، چې د پیسو نړیوال صندوق ټاکلیو موخو ته ورسیږي او د دغه بنسټ په نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره چمتو شي.

د افغانستان بانک سرپرست وحید الله نوشېر ويلي، چې په روا نه اوونۍ کې به د افغانستان بانک او ماليې وزارت ګډ پلاوی امریکا ته د ای ام اف په نړیواله کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي.

دوی وايي؛ هغه موخې، چې د افغانستان مالي بنسټونو ته ورکړ شوې وې؛ لکه د عوایدو لوړول، د بودجې لګښت لوړول، د افغانستان بانک د پیسو د زیرمې لوړول، د افغانۍ ثبات ساتل او د انفلاسیون څارنه ټولې هغه موخې دي، چې د پیسو د نړیوال صندق له خوا افغانستان ته ټاکل شوې وې.

د افغانستان بانک سرپرست وحید الله نوشېر وایي: مونږ پوره باوري یو، چې په دې ناسته کې به د افغانستان حکومت وکولی شي د حکومت مالي بنسټونو راپور په بریالیتوب سره وړاندې او هغه شرایط، چې ورکړ شوي وه هغه مو بشپړ کړي او هم اوښايي دا مو وروستۍ ناسته وي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش هم ويلي، چې د ای ام اف په نړیواله کلني غونډه کې د افغانستان حضور خورا ښه او د هېواد مالي بنسټونه باید د پیسو د نړیوال صندوق ورکړ شوې موخې پوره کړي، چې د نړیوال مالي بنسټونه د افغانستان د مالي وضیعت په اړه هم خبر شي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان مالي بنسټونه باید د هېواد په مالي بنسټونو کې د شفافیت د رامنځته  کولو لپاره د پیسو د نړیوال صندق د مسوولینو لارښود او شرایطو په نظر کې نیو لو سره بریالي ګامونه پورته کړي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version