تازه خبرونه
د افغانستان خلک د افغانانو په مشرتابه سوله غواړي- ادریس زمان
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان د شنبې پر ورځ( د تلې ۱۳) یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړه، چې طالبان باید له خبرو مخکې تاوتریخوالی پریږدي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې: د افغانستان حکومت کولی شي، چې له طالبانو پاسپورتونه واخلي؛ د سفرونو مخه یې ونیسي او بندیزونه پرې ولګوي، خو دا امکانات او آسانتیاوې د افغانستان حکومت یوازې د سولې خبرو لپاره دوی ته برابر کړي دي.
هغه دغه راز ویلي، چې د بهرنیو اړیکو پالیسي د بهرنیو چارو وزارت کار دی، چې د ولسمشر او نورو بنسټونو لخوا جوړیږي او هر راز څرګندونې، چې د دغه سیاست سره اړخ نه لګوي؛ د څرګندونکي شخصي اند ګڼل کیږي.
د ښاغلي زمان د څرګندونو له مخې؛ په بهرنیو چارو وزارت کې هیڅ راز دوه ګونې سیاست نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره د خبرو له پیلیدو ډاډ څرګند کړی و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي ویلي وه؛ سوله لومړیتوب دی او هیله من یو، چې پاکستان په دې اړه رښتیني او عملي ګامونه پورته کړي.
د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي په یوه تویت کې څرګنده کړې؛ د سولې په تړاو هر دريځ ولسمشرۍ ماڼۍ نیسي او د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دریځ د هغه شخصي نظر دی نه د افغان دولت دریځ.
ولسمشرۍ ماڼۍ اوړمه ورځ له طالبانو څخه د پاکستان کوربتوب له نړیوالو اړیکو سرغړونه یاده کړې وه او ویلي یې ول، چې طالبان اوس هم په تاوتریخوالي کې لاس لري او کوبتوب باید ترې ونشي.
د ولسي جرګې ځینې غړي تائیدوي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ جدي اختلافونه شته او یوازې نړیوالو ناستو ته ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست پر ځای نور دولتي چارواکي لیږي.
مخکې هم د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ اختلافونه ډاګیز شوي وه؛ ولسمشرۍ ماڼۍ د دې وزارت له کړنو څخه د څېړنو امر کړی و، خو د اجرائیه رییس له لیک وروسته، بهرنیو چارو وزارت د ولسمشر فرمان بې اعتباره وباله.
د ځینو راپورونو له مخې؛ دا درېیمه ورځ ده، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ طالب استازي او د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا استازی زلمی خلیلزاد په اسلام آباد کې دي او د پاکستان له حکومتي چارواکو سره خبرې کوي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند پاکستان ته د طالب پلاوي او خلیلزاد تر منځ احتمالي لیدنه تائید کړې او څرګندوي، چې که امریکا وغواړي بېرته هوکړې ته راوګرځي؛ دوی هم ورته چمتووالی لري.
د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې خبرې څه ناڅه یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ هغه مهال ودرولې، چې د کابل په شش درک کې یوه امریکایي سرتېری او ۱۱ افغانان ووژل شول.