تازه خبرونه

د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات خواشینوونکي دي- ولسمشر غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر اشرف غني ویلي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د هېوادوالو ملکي تلفات خواشینوونکي دي.

ولسمشر غني د شنبې پر ورځ( د تلې ۱۳) د امنیتي او دفاعي بنسټونو او د عدلي او قضایي مرکز کارکوونکیو ته د استوګنې د ۱۰۰۰ اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې ویلي، هیڅوک غوره  نه دی او قانون پر ټولو یو شان پلی کیږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امنیتي بنسټونو لخوا ورته ملکي تلفات د خپګان وړ دي او له امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د راټیټیدو غوښتنه لري.

د ښاغلي غني د څرګندونو له مخې؛ هوایي ځواکونه د تلفاتو مخنیوي ته ژمن دي او د تېر په تناسب د دولتي ځواکونو تر منځ همغږي ښه شوې او دا همغږي د ټاکنو د امنیت په ساتنه کې ښه ښکاره شوه.

ولسمشر غني دا هم ویلي؛ توانیدلی، چې زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو خلاصه کړي.

نوموړی د ښارجوړولو وزارت د وړاندیز په تړاو وایي؛ په دې اړه به نوی ولسمشر، چې ټاکل شوې درې اوونۍ وروسته د لوړې مراسم پرځای کړي، پرېکړه وکړي.

مخکې له دې د ملګرو ملتونو سازمان په یوه راپور کې د ملکي تلفاتو په ځانګړي توګه د ماشومانو پر تلفاتو اندېښنه څرګنده کړې وه.

په دې راپور کې د ماشومانو د یوې برخې تلفاتو مسوول امنیتي ځواکونه یاد شوي دي.

خبریال: ادریس قادري

Trending

Exit mobile version