سیمه ییز خبرونه
د افغانستان د فوتبال سکرتر جنرال پر هڅو پېنځه کلن بندیز ولګول شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
فیفا په ډاګه کړې، چې آقاغزاده د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم له جنسي تېروتنو او سرغړونو خبر و؛ خو د یو مسوول په توګه یې په دې اړه چپتیا غوره وګڼله او نړیوال فدراسیون یې ترې خبر نکړ.
آقازاده د فوتبال په ډګر کې پر پېنځه کلن بندیز سربېره ۱۰ زره امریکایي دالر هم جریمه شوی دی.
د فیفا د حکم له مخې به د آسیا فوتبال کنفدراسیون د محکمې له وروستۍ پرېکړې وروسته نوموړی د دغه بنسټ له غړیتوبه هم وباسي.
آقازاده یو چانس لري، چې د سویس په لوزان کې له محکمې څخه پر دغه حکم د بیا کتنې غوښتنه وکړي.