تازه خبرونه
د افغان پوست د پراختیا لپاره لازم کارندی شوی
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې په دې برخه کې د خصوصي سکتور پانګونه جذب کړي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي وايي؛ مونږ هڅه کوو، چې د پوستي خدمتونو د ښوالي لپاره نور هم کار وکړو او چارې زیاتره برښنايي او خدمتونه مو سم کړو.
د افغان پوست رییس محمد وحید وایسي څرګنده کړې، چې په تېرو پېنځلس کلونو کې کله، چې افغانستان ته تکنالوژۍ راغله؛ نو د حکومت لخوا افغان پوست هیر کړای شو. اوس مو ورته بېرته له سره هڅې پیل کړي او غواړو، چې خپل خدمتونه معیاري کړو.
د افغانستان د پوستي خدمتونو د تنظیم اداري مسوولینو هم ویلي، چې د هېواد په کچه نږدې لس خصوصي شرکتونو د پوستي خدمتونو په برخه کې جوازونه تر لاسه کړي او د پوست په برخه کې میلیونونه دالر پانګونه تر سره شوې ده.
د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس صمد مصلح ټینګار کړې؛ هغه شرکتونه، چې په دې برخه کې غواړي فعالیت وکړي باید په میلیونونه دالر پانګونه وکړي او همداراز ترې بانګۍ ضمانت هم اخستل کیږي.
که څه هم د افغانستان د پوستي خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولین وايي، چې په هېواد کې نږدې اویا سلنه پوستي خدمتونه شته؛ خو د چارو پوهان په افغانستان کې پوستي خدمتونه له صفر سره مساوي یادوي.
خبریال: اسلم حجاب