تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د امریکا د سولې تګلاره رڼه نده- د ولسي جرګې غړي
له هغې وروسته، چې په قطر کې د سولې خبرې ودریدې؛ اوس امریکا هڅه کوي، چې دا بهیر بېرته له سره پیل شي، خو یوې رښتینې هوکړې ته د لاسرسي په اړه اندېښنې پخپل ځای پاتې دي.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د سولې ناکامې خبرې اترې باید تکرار نشي او نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امریکا باید د افغانانو خپل منځي خبرو ته زمینه برابره کړي.
په ولسي جرګه کې د کندهار استازې ملالۍ اسحق زۍ ویلي؛ ټولې هغه ناستې، چې د سولې په اړه شوي ناکامې وې او پایله یې نه درلوده. د سولې بهیر باید د افغانانو تر منځ پیل او جمهوري نظام دې باید سره کرښه وي. له امارته خلک وېره لري او د سولې خبرې هغه ځای ته ونه رسیږي، چې وضعیت نور هم بدتره شي.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې تلپاتې سولې ته د رسیدو یوازنۍ لار د افغانانو خپلمنځي خبرې دي او باید طالبانو ته په دې برخه کې قناعت ورکړشي.
د ولسي جرګې د میدان وردګ استازی عبدالرحمان وردګ وایي؛ د سولې په اړه تر سره شوې خبرې بې پایلې وې؛ کورنيو او بهرنيو خواوو د سولې پر اړخونو کار ندی کړی، چې له مثبتو پایلو برخمن وای. باید ښکېل اړخونه د تلپاتې سولې لپاره هڅې وکړي؛ پرته له دې به جګړه روانه وي.
د ولسي جرګې غړيو دا ټینګار هم کړی؛ هغه سوله ورته د منلو نده، چې د څو کلونو لاسته راوړنې په کې قرباني شي.
د یادې جرګې د بلخ استازي رییس عبدالخالق څرګنده کړې، چې د سولې لپاره باید له راتلونکي فرصت ګټه پورته شي او هڅه وشي، چې شته ارزښتونه په کې له منځه ولاړ نشي. د رښتینې سولې لپاره باید همغږي رامنځته شي؛ ځکه د سولې په اړه بهرنۍ پرېکړې به ښه پایله ونلري.
دا خبرې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې کیدی شي د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې خبرې بیا له سره پیل شي.