تازه خبرونه

د افغانستان د سرتېرو ناسوبتیا له ۱۰ څخه تر ۶۰ په سلو کې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار په راپور کې راغلي، چې د افغانستان د سرتېرو ناسوبتیا له لس څخه تر شپېته په سلو کې ده. یعنې په غوره شرایطو کې ناسوبتیا لس په سلو کې او په ناوړه شرایطو کې بیا شپېته سلنه ده.

د یو سل و اویا زره په شاوخوا کې د افغان پوځ سرتېري په روان کال کې په نږدې شل ولایتونو کې پر سختو جګړو اخته دي.

د سیګار په راپور کې له رخصتۍ پرته ناسوبتیا، مرګ او ژوبله، تبدیلي، د دندې پریښودل تقاعد او داسې نور د ناسوبتیا دلایل نومول شوي دي.

پخواني پوځي جاوید کوهستاني ویلي؛ په هغو کنډکونو کې، چې باید ۶۵۰ سرتېري وي ۲۰۰ هم سوبتیا نلري. لواګانې تشې دی او له همدې کبله دښمن پر لویو لارو برلاسي دي. چارواکي رښتیا نه وایي؛ حقوق او تنخواوې یې خپلو جبونو ته ورغورزوی. دا یوه بنسټیزه ستونزه ده، چې حکومت ورسره مخ دی.

په افغان پوځ کې د سرتېرو د ناسوبتیا پردې کچ  نیوکې هم راپورته شوې دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د پوځ د لوړ پوړیو مسوولینو ناسوبتیا د سرتېرو پر مورال ناوړه اغېزه کوي او له بلې خوا په پوځ کې د سرتېرو ناسوبتیا ته هم زمینه برابره وي.

د ولسي جرګې غړي ذبیح الله عتیق ویلي، چې ډېري لوړ پوړي قومندانان د جګړې په ډګر کې نه وي. کله، چې مدیریت سرتېرو ته پاتې شي؛ سرتېر به خود ناسوبه کیږي او له دښمن سره د جنګیدو ولوله هم بایلي.     

افغان حکومت د سیګار ادارې دغه راپور بې بنسټه ګنې او وايي، چې د سرتېرو ناسوبتیا له لس سلنې هم کښته ده.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړې، چې د سرتېرو ناسوبتیا لس سلنه ده؛ د سیګار راپور سم ندی.

د سیګار راپور دا هم په ډاګه کړې، چې په روان کال کې د افغان سرتېرو ځمکني عملیات دوه دېرش په سلو کې ډېر شوي دي.

سیګار په داسې حال کې د افغان ځواکونو د ناسوبتیا په اړه راپور خپروي، چې اوړمه ورځ یې په یوه راپور کې په ډاګه کړې وه، چې په وروستیو درې میاشتو کې افغان ځواکونو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي دي.

Trending

Exit mobile version