تازه خبرونه

د افغانستان سوله یو شمېر هېوادونو یرغمل کړې- د ولسي جرګې دفاعي کمیته

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر ویلي، د افغانستان سوله د یو شمېر هېوادونو لخوا یرغمل شوې او د دې هېوادونو نه ژمنې جګړه هم روانه ساتلې ده.

له هغې وروسته، چې د امریکا ولسمشر له خپل افغان سیال سره د غږمزي پر لیکه په خبرو کې د اوربند او د سولې خبرو اترو د پیل په تړاو خبرې وکړې؛ د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم د هغو ژمنو د  عملي کیدو غوښتنه وکړه، چې د امریکایي چارواکو لخوا شوي دي.

د ولسي جرګې ۷غړي د سولې خبرو اترو په تړاو د نړیوالې اجماع غوښتنه هم لري.

دوی ویلي، تر هغې، چې د دې هېوادونو ګټې د افغانستان په سوله کې خوندي نشي، د سولې بهیر به پایلې ته ونه رسیږي.

د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمیسیون مشر میرحیدر افضلي ویلي؛ ترهغې، چې د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله همغږي ونلرو؛ سوله به په افغانستان کې رامنځته نشي؛ ځکه، چې هر هېواد په افغانستان کې خپلې ګټې ساتي او دا هغه ننګونه ده، چې له کبله یې ملي ګټو ته لږ پاملرنه کیږي.

د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي، چې امریکا باید د افغانستان سولې په وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازي غلام فاروق مجروع ټینګار کړی، چې په سیمه کې د هېوادونو ناوړو سیالیو د هېواد امنیتي حالت زیانمن کړی او ورځ تر بلې حالات د خرابېدو پر لوري روان دي.

د ولسي جرګې د بلخ استازي رییس عبدالخالق څرګنده کړې؛ په داسې حال کې، چې خلک د سولې تږي دي؛ خو په افغانستان کې ښکېلو هېوادونو د افغانستان د سولې پر بهیر سوداګریزه لوبې پیل کړي او لس میاشتنۍ هڅې یې هم بې پایلې شوې. دا کار ښيي، چې د افغانستان د سولې لپاره رښتینی هوډ نشته.   

د ولسي جرګې د غړیو په باور؛ تر اوسه حکومت ندی توانیدلی، چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره یوه ملي اجماع جوړه کړي او له همدې کبله طالبان له حکومت سره خبرو ته نه حاضریږي.

Trending

Exit mobile version