Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان رګبي ملي لوبډلې اووه غړیو المپيک سیالیو ته لار ونه موندله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې اووه غړیو د توکیوـ جاپان ۲۰۲۰ المپيک سیالیو ته لاره پیدا نکړه او د هانګانګ پروړاندې یې ماته وخوړله.

د هېواد رګبي ملي لوبډلې د جاپان ۲۰۲۰ کال په المپیک سیالیو کې د جنوبي کوریا، سریلانګا، هانګ کانګ او سنګاپور پر وړاندی ماتی وخوړه او د چين په وړندي بریا ته ورسیده، چی له دې کبله یې دغو سیالیو ته لار پیدا نکړه.

د افغانستان اووه کسیزې برخې ته د رسیدو سیالي د آسیا ۹ غوره لوبډلو له شتوالي سره د جنوبی کوریا پر کوربتوب ترسره کیږي.

Advertisement

تازه خبرونه

په خپله خاوره کې د اسلامي امارت پر ضد سیاسي فعالیت ته اجازه نه‌ورکوو – ایران

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت مخالفان په ایران کې د عامو مهاجرو په توګه ژوند کوي او هغوی ته اجازه نه‌ورکول کیږي، چې په سیاسي فعالیتونو کې لاس ولري.

په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي زیاته کړې، هېواد یې هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو او اسلامي امارت تر منځ مثبت تعامل ته زمینه برابره او د کابل او تهران اړیکې نورې هم پراخې کړي.

مرتضوي ویلي، چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ  په بېلابېلو برخو کې د شویو تړونونو پلي کېدو ته د لارې پر اوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداکرۍ  او روغتیا په  برخه کې همکاریو ته چمتو دی.

په دې کتنه کې د ریاست الوزراء سياسي مرستيال پر اسرائيلو د ايران بريد د تهران مشروع حق وباله او زياتوي، چې کابل له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکې غواړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه نن د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو نوی پړاو پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۳)

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ويلي، چې نن ( د وري اووه‌ویشتمه ) لسګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

په دې پړاو کې اسلام‌آباد هغه کسان هم جبري وباسي، چې د اوسیدو اجازه لري.

د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل عبدالجبار تخاريویلي؛ اسلام‌آباد باید هغه کسان ونه‌شړي، چې قانوني اسناد لري.

نوموړي له اسلام‌آباده غوښتي؛ هغه کسان دې نه وباسي، چې قانوني اسناد لري.

دی وایي؛ پریږدئ، چې کډوال په تدریجي توګه خپل هېواد ته راستانه شي.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې؛ کابل چمتو دی، چې بېرته راستنیدونکیو کډوالو ته رسیدنه وکړي.

په دې پړاو کې هغه مهاجرین هم  ایستل کیږي، چې د پاکستان حکومت ورته “ACC” یا “POR”  اسناد وېشلي دي. له دې  ډلې ۸۵۰ زره  افغانان دغه ډول اسناد لري .

 تر اوسه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال جبري او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یو میلیون او پېنځه سوه زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اختر په ورځو کې د ترافيکي پېښو له کبله ۲۳۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۳)

د ترافیک پولیسو عمومي رییس حسيب الله مختار ويلي: د اختر په درې ورځو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې رامنځته شوي؛ له ۵۰ ډېر کسان مړه شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

د حسيب الله مختار د څرګندونو له مخې، د دغو پېښو ډیره برخه په هرات، غزني او پکتیا ولایتونو کې رامنځ ته شوي؛ خو د تېرو کلونو پر پرتله دا پېښې کمې شوې دي.

مختار وایي؛ ترافيکي پېښې د تېرو کلونو پر پرتله کمې شوي؛ ځکه سږ کال ډېر امنیتي  تدابير نيول شوي و او د لارو په اوږدو کې امنیتي قطعې او کنډوکونه ځای پر ځای شوي دي.

خلکو ویلي؛ د ترافيکي قوانينو نه مراعت، د سړکونو او لويو لارو خرابوالى، د زړو وسايطو کارول، د کم عمر لرونکیو له‌خوا د موټرسیالکونو کارول او د موټر چلوونکیو بې احتياطي د ترافيکي پېښو ستر لاملونه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ترافيک پوليسو د عمومي رياست د معلوماتو له مخې؛ په ١٤٠١ لمريز لېږدیز کال کې شاوخوا دوه زره او په ١۴٠٢ ل. ل کال کې نږدې څلور زره ترافيکي پېښې له ټول هېواده راپور شوي؛ خو سږ کال یوازې ۱۸۲ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!