تازه خبرونه
د افغانستان د سولې خبرو د بري شونتیا اوس ډېره شوې – جنرال میلي
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي، چې د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ ۶) پر یو ناڅاپي سفر افغانستان ته رارسیدلی ویلي؛ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د امریکا د سولې مثبتو خبرو د بریالیتوب لپاره سترګې پر لاره یو.
نوموړي زیاته کړې، چې مونږ کله نا کله دوه ګامه مخکې اخلو او یو وروسته؛ خو خبرې مو روانې ساتلي.
د سولې خبرو ته د امریکا هیله په داسې حال کې په ډاګه کیږي، چې په تېرو دوه اوونیو کې دوه بهرني استادان له درې اړینو طالبانو سره تبادله شوي او سر بېره پر دې طالبانو ورسره لس افغان سرتېري هم له بنده خوشې کړي دي.
د امریکا لوی درستیز ویلي؛ په افغانستان کې د سولې خبرو د بري شونتیا اوس له هر وخت ډېره شو ې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې له بریالیستوبه برخمن شو.
د یادونې ده، چې له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو ځنډ د سولې بهیر پېچلی کړی او حکومت هم دمه د خبرو لپاره د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او جمهموریت د خوندیتوب شرطونه وړاندې کړي دي.